د تاریخ ځلانده ستوري

د تاریخ ځلانده ستوري Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د تاریخ ځلانده ستوري, nangarhar, Jalalabad.

16/09/2025

📣 د وقایه او کارا مرکز کې د استخدام پیل!

ایا ته غواړې له کوره حقیقي عاید ولرې؟
ایا د یو خوندي، انعطاف‌پذیر او بې‌تجربې دندې په لټه کې یې؟

✨ موږ په وقایه او کارا مرکز کې د باانګیزې کسانو په لټه کې یو!

🔹 د دندې عنوان: آنلاین کارمند (دورکاري)
🔹 شمېر: محدود – یواځې څو محدود ځایونه پاتې دي!
🔹 عاید: کمیسیوني، ستا د شخصي او ټیمي هڅو پورې اړه لري
🔹 کاري چاپېریال: له کوره، خوندي او مسلکي
🔹 ځانګړی: باانګیزه مېرمنې او نارینه
🔹 ګټې: وړیا زده‌کړه، شخصي وده، لوړ او نامحدود عاید
که غواړې زموږ د ټیم غړی شې، همدا اوس پیغام راولېږه او دا فرصت له لاسه مه ورکوه.
اړیکه واتساپ/ ډاریکت:
0781144666
0787767135

وقایه او کارا – خپل راتلونکی همدا نن جوړ کړه!
Samiullah kamawal

د قدیم له نامه او د ده د سوز او ګدازه ډک غږ سره به ډیر پښتانه ناآشنا ويقدیم په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیا...
23/08/2025

د قدیم له نامه او د ده د سوز او ګدازه ډک غږ سره به ډیر پښتانه ناآشنا وي
قدیم په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په ګندمک نومې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې وې . د قدیم پلار دیني عالم و او ټوله کورنۍ یې د ده له هنر سره سخته مخالفه وه، خو ده د کورنۍ د مخالفتونو سره سره موسیقۍ ته مخه کړه . ده له کوچنیوالي نه باجه ، شپیلۍ اوسیتار غږاوه او د موسیقۍ د هنر ښه لوړ استعداد یې درلود .
قدیم په ۱۳۴۰ لمریزکال کې راډیوافغانستان ته راغی او په راډیو افغانستان کې ډیرې پښتو سندرې وویلې چې د دغو پښتو سندرو شمیر (۲۲) ته رسیږي ، قدیم په خپلو سندرو کې زیاتره د ننګرهار د سېمې د شاعرانو شعرونه په خپلو سندرو کې ویلي دي چې له هغو نه د ښاغلي ارواښاد نصر الله حافظ صیب شعرونه هم پکې شته.
ارواښاد قدیم په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.اروا دی یې ښاده وي

ریډ سټار – د افغانستان د الکترونیکي سیسټمونو لپاره نوښت!نن ورځ نور د وروسته پاتې کېدو وخت نه دی. افغانستان ټیکنالوژۍ، سر...
14/08/2025

ریډ سټار – د افغانستان د الکترونیکي سیسټمونو لپاره نوښت!
نن ورځ نور د وروسته پاتې کېدو وخت نه دی. افغانستان ټیکنالوژۍ، سرعت او دقت ته اړتیا درلوده، او موږ ځواب ورکړ: ریډ سټار – د ډیجیټل بدلون پیل.
#نوښت #افغانستان #ټیکنالوژۍ #دقت

رحمت الله درد د ۱۹۳۴ ز کال د ډیسمبر پر ۴ د خیبر پښتونخوا د جنوبي سیمې لکي مروت په مستي خیل سیمه کې د نظام خان کره زېږېدل...
06/07/2025

رحمت الله درد د ۱۹۳۴ ز کال د ډیسمبر پر ۴ د خیبر پښتونخوا د جنوبي سیمې لکي مروت په مستي خیل سیمه کې د نظام خان کره زېږېدلی وو. لومړنۍ زده کړې يې تر لسم ټولگي پورې د لکي مروت په های سکول ښوونځي کې وکړې. دولسم ټولگی يې د بنو گورنمت په کالج کې پای ته ورساوه او څوارلسم ټولگی يې هم د ديره اسماعيل خان په گورنمنت کالج کې پاس کړ. وروسته يې د ماسټرۍ او بي ټي سندونه له پېښور پوهنتون څخه تر لاسه کړل.
ارواښاد درد د شاعرۍ تر څنګ په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې د استادۍ دنده هم ترسره کړې وه او په ١٩٩٥میلادي کال کې د لکي مروت دولتي کالج نه د سر معلم يا پرنسپل په توګه تقاعد شوى و. نوموړي رسمي دنده د یو ښوونکي په توگه پيل کړې وه او وروسته بيا د پروفيسرۍ تر رتبې ورسېد.
بيا يې چې سينگار په مازيگر کړو ځان
ماته‌ يې جوړ چل دى ماته پته ده
ښه غزل چې واوري نو جانان وايي
دا د درد غزل دى، ماته پته ده
پروفيسر رحمت الله درد د ۲۰۱۶ زېږدي (۱۳۹۵ ل ل) کال د اگسټ پر ۳۱ د ۸۲ کالو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

ناشناس په کندهار کې په 1935زیږدیز کال په يوې روڼ اندې نوموتې کورنۍ کې نړۍ ته سترگې پرانیستي . د پلار نوم يې محمد رفيق حب...
28/06/2025

ناشناس په کندهار کې په 1935زیږدیز کال په يوې روڼ اندې نوموتې کورنۍ کې نړۍ ته سترگې پرانیستي . د پلار نوم يې محمد رفيق حبيبي دی.هغه د خپل د ژوند لويه برخه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېره کړې. نوموړی په خټه کاکړ پښتون دی. د ډېرو کالونو نه راپدېخوا د پښتو او دري سندرو ترڅنگ په اردو ژبه هم سندرې وايي. ډاکټر ناشناس دم مهال د انگلستان په لندن کې مېشت دی. ناشناس په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی، خو څنگه چې قسمت يې غوښتل د ديني زده کړو د ترلاسه کولو سره سره يې د هنر او موسيقۍ سره هم ځښته علاقه پيدا کېده، او د خپلې کورنۍ نه په پټه يې د خپل شوق او علاقې په ډگر کې ورښکېل شو چې تر اوسه يې د افغانستان د وتلو سندرغاړو نوم ځانته خپل کړی.
ناشناس خپلې زده کړې په هند کې د جاميه مليه اسلاميه څخه په ډيلي کې پیل کړي .د همدې ښوونځي بنسټگر او د هند درېيم ولسمشر ذاکر حسين د ښاغلي صادق فطرت استاد هم و. وروسته یې د هند په پونه ښار کې يو کال زده کړې وکړې بیا بېرته چمن او بلوچستان سیمې ژوب ته خپلې پلرنۍ سیمې ته ورغی او هلته یې نورې زده کړې وکړې . .نوموړي د ۱۲ ټولگي زده کړې په کابل کې سر ته رسولي بيا يې په کابل پوهنتون کې د حقوقو او اقتصادو د پوهنځي نه بريليکونه ترلاسه کړي. په ۱۹۷۰ کال کې د زده کړو لپاره روسيې ته ولاړ او هلته يې د مسکو په دولتي پوهنتون کې د پښتو او روسي ژبې او ادبياتو په برخه کې لومړی ماسټري او بيا يې خپله دوکتورا ترلاسه کړې. دې سره څنگ کې یې په لنډن کې د غږپوهنې تر کچې زده کړې ترسره کړي .

خاطر اپريدی د خېبر د اپريدو د قبيلې د اکبر خان په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. دی د اکبر خان زوى، د خان دوست لمسۍ او...
24/06/2025

خاطر اپريدی د خېبر د اپريدو د قبيلې د اکبر خان په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. دی د اکبر خان زوى، د خان دوست لمسۍ او د شير مست کړوسى دى.
دى ډير کوچنى وو چې د غم او د يتيمۍ دردناکه او سپېره څپيړه يې پر مخ وخوړه او د پلار د سيوري نه محروم پاتې شو. د ده پالنه خپل کاکا حضرت خان او د خپل نيکه دوست خان په غاړه ولويده او دوى هم د خپل بچي په شان لوى کړ او خپله کرونده يي کوله وروسته د هغې ځيني د خيبر د لواړگي په راشغل کمپ کې ملازم مقرر شو او وروسته يي سودا گري شروع کړه د کابل نه به يي مال او متال راوړ او خرڅول به يي او خپل اقتصاد به يي پر مخ بيولو . خاطر تعليم نه دى کړى نو ځکه يي ريښه نه لگي چې د ده شاعري څه وخت پيل شوې او خپل دردونه يې څه وخت په راپيلي او ټولنې ته يي وړاندي کړي دي . خو داسېويل کيږي چې په (١٩٥٩) م کال کې به يي پيل کړي وي . مخکې مو اشاره وکړه چې ده کرونده کوله او هر کله به په دې فکر کې وو چې شعر جوړ کړي ان کله کله به يي چې تخمونه هم کرل په باغ دغه صحنه به يي هم د شعر پر شربه ويله لکه چې وايي :
زه چې تخمونه د گلانو کرم
څه معشوقې له بلبلانو کرم
د خاطر وظيفه خو په وروسته وخت کې تجارت وو لکه اشاره چې وشوه او خپله زنده گي يې د دغسې لارې څخه پر مخ بيوله په ازل کې يي دا هم نه وو ليکل شوي چې د خپل عمر نور وخت دې دغه وظيفه او دغه کسب وکړي نو هماغه وو چې نري رنځ دى پرې نه ښود او تر خاطره چاپير شو خو د دغې ناروغۍ سره سره به يي بيا هم او د خپل احساس له کبله به يي تجارت کاوو او د تجارت سره به يي له خپلو ولولو نه به يي مرغلرې جوړولې او د شعر په نازک خورا رنگين او ښه تارکى پيلې او خپل دردونه به يي د شعر په ژبه هيواد والو ته اورول . ده ته به خلکو د ډاکتر مشورې ورکولې خو دى به ډاکتر ته نه تلو او خپل ځاى کې به اخته وو او دا خبره به يي تل کوله چې زه ډاکتر ته نه ځم بلکې زه د زړه په ډاکټر باندې جوړيږم . تاسې وگورى دغه صحنه څومره ښه انځوروي :
په دارو د طبيبانو نه جوړيږم
پرې جوړيږم چې د مينې بيمار وينم
خاطر افريدي د خپل يار په غم کې غرق او تل به يي د هغې جورتونه وهل او دا فکر به ورسره وو چې څنگه به زه د هغې سره وصال حاصلوم . کله کله به يي داسې فکر کاوو چې وصال خو نه كيږي بلکې که يو ځلي يار زما خواته وگوري هم وصال دى لکه چې وايي :
هغه چې تا يو راکتلي دي
کله مې د زړه ځيني وتلي دي
خاطر د نري رنځ نه جوړ نه شو ، په ( ١٩٦٨) م کال د اتمې مياشتې په څلورويشتم نېټه له فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غيږې ته وسپارل شو .

مرحوم امير حمزه شينوارى و او د مرحوم  ملک  مير باز خان اشرف خېل شينواري زوى دى ،چې پر (1907 ع )  کال  د لنډي کوتل په خوز...
19/06/2025

مرحوم امير حمزه شينوارى و او د مرحوم ملک مير باز خان اشرف خېل شينواري زوى دى ،چې پر (1907 ع ) کال د لنډي کوتل په خوزه خېلو کښې يې په يوې اسلامي درنې کورنۍ کښې سترګې غړولي دي .
لومړنۍ زده کړه يې د لواړګې په لومړني ښوونځي کښې پېل کړې او ورسره يې د دري او عربي ژبو د نحوې، صرف او فقهې مقدماتي کتابونه هم له استادانوزده کړل .بيا د پېښور په اسلاميه کالج کښې شامل شو. د درس تر څنګه به يې اردواشعار او نثرونه ليکل او د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشر ( مولاناعبدالقادر ) ته به يې ښودل .
دهغه په اشعارو کښې د خوشحال بابا ، عبدالرحمان بابا او حميدبابا ،مير زاغالب او علامه اقبال الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې ، نوى اسلوب اوسبک لري
حمزه بابا له تحصيل وروسته،د تورخم په سياسي اداره کښې ، د پاسپورټ دڅانگې مامور وټاکل شو او پلار يې د تورخم د اور گاډي د ادارې منتظم و ؛ نو حمزه بابا هم د اورگاډي په اداره کښې سياره دنده واخستله او د هند گڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل . د بمبيي ښار ،چې د هنري فلمونو دجوړولو مرکز و ، لومړى يې دچويو فلمونه په جوړولو کښې فعاله ونډه واخيسته ، بيا يې په وياندو فلمونو کښې ، په ( 1941 ع) کال کښې د ( ليلا مجنون ) ، ( پيغلې )، ( يوسف خان اوشهربانو ) او ( علاقه غير ) فلمونه سمبال کړل.
د حمزه بابا په زړه کښې به ، هميشه د تقوا او عرفان ډيوه بلېدله ، نو په (1931 ع) کال کښې ، چې د حيرت آباد او اجمير له سفره پېښور ته را ستون شو ، له سيد عبدالستار شاه ( باچاجان ) پيرڅخه يې ، د چشتيه تصوفي طريقې لاس نيوى وکړ او په ( 1937 ع) کال کښې يې د خپل پير د نظر لاندې د (بزم ادب ټولنه ) او بيا يې د پښتو ( ولسي ادبي جرگه ) جوړه کړه .په ( 1940ع) کښې حمزه بابا ، دستر متصوف عبدالرحمن بابا پر مزار پښتو مشاعرې پېل کړې ، له بلې خوا حمزه بابا داردو ژبې د ادبي هنري او عرفاني ( اداره ادبيه ) ټولنې بنيادي غړى هم و؛ نو ار دو ليکنې به يې په پښتو او پښتو آثار به يې په اردو ژبه کښې ژباړل .
سربېره پر دې ، حمزه بابا د لنډو او اوږ دو کيسو کتابونه ، مقالې او ډرامې په پښتو ژبه کښې وليکلې ، چې په ډله ييزو خپرونو کښې خپاره شوي دي.
همدغه راز حمزه بابا د ارواښاد بايزيد انصاري پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس)او د ارواښاد خوشالخان خټک بابا د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړ؛نو د ادب دمشعل ،د غزل د بابا او د تصوف د لار ښود پر صفاتو وستايل شو .
حمزه بابا د ( نهج البلاغه ) ، ( ارمغان حجاز) او ( جاويد نامه ) پر کتابونو شرحې وليکلې ، چې د پېښور په (( پښتو اکاډمى )) او د کراچۍ په (( اقبال اکاډمۍ )) کښې‌ چاپ شوې او د هغه (1300) غزليات په څلورو ټو کونو کښې را ټولې شوې.
ارواښاد حمزه بابا د فطري ذکا ، ذوق او نبوغ د لرلو له لامله پر خپلې مورنۍ ژبه پښتو ، اردو انگريزۍ ، دري ، او عربي ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع) کال کښې د ( 87) کلونو پر عمر مړ شو اود لنډي کوتل په خپل کلي کښې خاورو ته سپارل شوى دى .
ارواښاد حمزه بابا له (20) ډېر کتابونو نه ليکلي ، چې ځينې يې دادي:
. الف : ادبي او هنري آثار
· پر (نهج البلاغه ) ،علامه اقبال ، ( ارمغان حجاز ) ، (جاويد نامه ) پر کتابونو اود(عبدالرحمن بابا) پر ديوان علمي شرحې .
· د عبدالرحمن بابا پر مزار د پښتو شعرونو اردو ترجمې.
· د (بزم ادب) او (اولسي ادبي جرگې) سمبالول.
· د (ليلا مجنون) ، (پېغلې) ، (يوسف خان او شهربانو)
· ادبي او هنري فلمونو جوړول.
· د سفرونو رساله.
· (نوې څپې) ، د خوشحال بابا پر اشعارو تبصرې
· د ( نن او پرون ) تاريخي کتاب، چې د نړۍ د دولتونوددواړو جگړو په بهير کښې ،
· د هند په ډهلي ښار کښې چاپ شو.
ب : شرعي ، عرفاني ، اجتماعي او فلسفي آثار :
· ژوند _ اجتماعي او فلسفي کتاب.
· ژور فکرونه _ تصوفي او عرفاني رساله .
· جلال محمد ( ص )_ شرعي او عرفاني کتاب .
· د بيت الله حج ( سفر نامه ).
· وحدة الوجود او وحدة الشهود _ تصوفي او عرفاني کتاب .
· پر سلگونو ادبي ، تاريخي ، علمي او اجتماعي ډرامې يې په پښتو ژبه کښې ليکلي او لوبولي دي. لکه: زميندار دا ډرامه حمزه بابا د راډيو لپاره وليکله، له دې نه يې علاوه د پښتو د لومړي فلم (ليلا مجنون) کيسه، مکالمه، نظرنامې او سندرې هم وليکلې، چې موسيقي يې رفيق شينواري تياره کړې وه، احمدشاه بابا ابدالي ، خوشحال خان بابا ، فتح خان او رابيا گله ، خان بهادر ، زميندار ، قرباني ، مقابله ، ميمونه ، ژرنده گړى ، سپين سرې پېغله ، گومان د ايمان زيان دى، دوه بخيلان د چرسيانو باچا، د ډموښار او نورې .

استاد اولمیراولمير د سید احمد زوی په کال ١٣٠٨ کال کي د پيښور ښار په نوتیه کلي کې زیږیدلی وو. د ماشومتوب څخه یی د موسیقئ ...
15/06/2025

استاد اولمیر
اولمير د سید احمد زوی په کال ١٣٠٨ کال کي د پيښور ښار په نوتیه کلي کې زیږیدلی وو. د ماشومتوب څخه یی د موسیقئ سره مينه درلوده. په لس کلنئ کې د مشهور استاد جعفر خان سره شاګرد شو، چي په شپږ کلونو کې يې د معياري موسیقۍ هنر زده کړ. استاد اولمیر په ١٣٢٩ کال کې د افغانستان د ازادۍ په جشن کې د برخې اخیستلو لپاره افغانستان ته راغی، کله چې مشهوره شاعر ملنګ جان د اولمیر له استعداد نه خبر شو، هغه یی د افغانستان ملي راډیو ته دعوت کړ. نوموړي خپله لومړۍ سندره هلته ثبت کړه.
په کال ١٣٥٠ کې يې د استاد لقب د اطلاعاتو او کلتور وزارت نه ترلاسه کړ.
استاد اولمیر په ١٣٦١کال د ثور میاشتې په ١٤مه نیټه په کابل کې له فاني دنیا سترګې پټې کړې.
مشهوره سندره یې: وطن جنت نښان دی، ګلان پکښې کرمه.

Address

Nangarhar
Jalalabad
3801

Telephone

+93706980187

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د تاریخ ځلانده ستوري posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Museum

Send a message to د تاریخ ځلانده ستوري:

Share